د ایکنانیوز د راپور له مخې، د مدني حقونو د ملاتړ ټولنې (APCR) د یوه راپورپه اساس، د پهلګام له ترهګریز برید وروسته، د ۱۴۰۴ کال د غواي له ۲ د غواي تر ۱۸ پورې ۱۷ پورې په شپو ورځو کې، په هند کې د مسلمانانو او کشمیریانو پر ضد د کرکې له امله ۱۸۴ بوږنونکي جرمونه ثبت شوي دي.
دغې ټولنې په خپل راپور کې ویلي چې دا برید یوازې یو سپَڼکی ؤ، چې د توکمپالو خبرو او د وینې د تویدو اور ئې بل کړ؛ په دې ډول چې د کرکې پر بنسټ ۸۴ خبرې، ۳۹ بریدونه، ۱۹ ورانکارئ او ۳ بوږنونکي وژنې مستندې شوې دي چې ټول د رسمي راپورونو او لینکونو له خوا ئې ملاتړ کېږي.
د هند د اوتر پرادش صوبې په آګرا کې، د «کشاتریا ګائو راکشا دال» افراطي هندو ډلې غړو، ظاهراً د پهلګام برید د غچ اخیستنې په موخه، یو مسلمان سړی په وحشتناکه توګه وواژه او د هغه د تره زوی ئې ټپي کړ. په منګلور کې، یو مسلمان سړی د دروغجن تور په اساس چې ګواکې د هغه د دوکان پر دروازه د «پاکستان» نښه وه، له محاکمې پرته اعدام شو. په جارکند صوبې کې په بوکارو کې، یوې هندو ډلې د امنیتي ځواک په چُپتیاسره یوبل مسلمان سړی پرته له محاکمې پانسي کړ.
قربانیان ټول له یوې ډلې نه وو؛ دا بریدونه پر زدهکوونکو، ښځو، ماشومانو، پلورونکو او د جوماتونو پر امامانو شوي. په چندیګړ او هیماچال پردش کې هم کشمیري نجونې زدهکوونکې د امنیتي ځواکونو په شتون کې له حملو سره مخ شوې. په اوتارکند صوبې کې په موسوري کې، د باجرانګ دال هندو ګوند غړو د مسلمانو پلورونکو جامې ووهلې. بیا پولیسو له قربانیانو وغوښتل چې ښار پرېږدي.
په مهاراشتر صوبې کې په سانتاکروز کې، وسلهوالو اوباشانو چې په کوتکو او تورو سنبال وو، پر مسلمانو کورنیو ئې برید وکړ او یوه ښځه ئې چې خپل ماشوم ئې په غېږ کې نیولی و، اړ کړه چې د افراطي هندوانو شعارونه ووائي اود دوی ئې پاکستان ته د شړلو ګواښ وکړ.
ورانکارئ د دیني مدرسو، کورونو، دوکانونو، روغتونونو او د مسلمانانو قبرستانونو په ګډون وو؛ په راجستان کې، د بهارتیا جنتا هندو ګوند (بی جې پي) یوه پارلماني غړي په یوه عامې غونډې کې پر یوه جومات برید وکړ. په اوجاین ښار کې، افراطي کسانو د مسلمانانو یو کور وسوځوه. په آندرا پردش کې، یوه نانوایي چې «کراچي» نومېده، یوازې د دې لپاره چې نوم یې پاکستان یاداوه، ورانه شوه.
د حیرانتیا وړ دا ده چې په ځینو مواردو کې، پولیسو نه یوازې د مقابلې لپاره هیڅ اقدام نه دی کړی، بلکې په بریدونو کې ئې برخه اخیستې یا ئې برید کوونکي هڅولي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4283016